طالب پلاوي د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادیې په ۳۶مه سیمه ییزه غونډه کې کډون وکړ

۲ ورځې مخکې

د طالبانو ټولګټو وزارت وايي چې ددغه وزارت پلاوي د ترکیې هېواد ته د سفر پرمهال د یو تخنیکي ټیم په ملتیا د رېل پټلۍ د نړیوالې اتحادې په ۳۶مه سیمه ییزه غونډه کې کډون کړی.

دوی زیاتوي په دې غونډه کې د غړو هېوادونو ترمنځ تخنیکي او مدیریتي برخو کې خبرې شوي دي.

د طالبانو د ټولګټو وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) پر اېکس‌پاڼې لیکلی، چې په دې غونډه کې د یاد وزارت تخنیکي پلاوي د افغانستان د رېل‌پټلۍ د څېړنو، ډیزاین، جوړولو، ګټې اخیستنې او د رېل‌پټلۍ د زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخو کې خپل فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې د پریزینټیشن له لارې شریک کړل.

طالبان زیاته کړې، چې د دوی وړاندې شوی پریزېنټېشن د غونډې کډونوالو لخوا تایید او وستایل شو.

د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د طالبانو د ټولګو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق د پلاوي مشري کوله.

نور خبرونه

رادیو