پاکستان د دغه هېواد «تحریک لبیک» ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه

۱۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د کابینې غونډې د دغه هېواد د ترهګرۍ د قانون له مخې د «تحریک لبیک» په نوم ډله د یوې ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړه.

په غونډه کې ویل شوې، چې دغه ډلې د ۲۰۱۶ کال راهیسې په پرله پسې ډول په پاکستان کې ناامني جوړه کړې او د تاوتریخوالي لامل ده.

د پاکستان دولتي راډيو د پنجشنبه په ورځ (د لړم لومړۍ) په یوه خبر کې ویلي، چې د پنجاب حکومت په غوښتنه د کورنیو چارو وزارت، فدرالي کابینې ته د همدې ډلې د فعالیتونو په اړه راپور وړاندې کړی.

تر دې وړاندې هم په ۲۰۲‍۱ کال کې د هغه مهال حکومتي مسولینو د پاکستان تحریک لبیک پر ډلې بندیزونه لګولي وه؛ خو بیا څو میاشتې وروسته په دې شرط له دې ډلې بندیزونه لیري شول، چې نور به تاوتریخولای او عامه ګډوډۍ نه کوي.

په خبر کې ویل شوي، چې اوسنی بندیز د همدې سرغړونو له امله شوی.

د همدې ډلې په اړه د کابینې په غونده کې ویل شوي، چې دوی په تېرو لاریونونو کې د امنیتي او ملکي کسانو د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځېدلي دي.

نور خبرونه

رادیو