ټرمپ د باینانس پخوانی اجرایوي رییس چې ایران لپاره د پیسو سپينولو په تور محکوم شوی و، بښلی

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د کریپټو شرکت «بینانس» پخوانی اجراییوي مشر «چانګپينګ ژاو» بښلی دی.

هغه د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې د د پیسو سپينولو په تور مجرم پېژندل شو، چې د ده په مشری د ایران سره د سلګونو میلیونه ډالرو ناقانونه مالي راکړه ورکړه ترسره شوې وه.

ژاو د کاناډا وګړی دی، او نوموړي د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې پر خپل جرم اعتراف کړی و.

دا ځکه چې د ده شرکت بایننس د ایران له کاروونکو سره د ناقانونه معاملو ترسره کولو ته اجازه ورکړې وه.

ټرمپ د خبریالانو یوې غونډې ته وویل:«ډېری خلک وایي چې ژاو هېڅ جرم نه‌ دی کړی. هغه څلور میاشتې په زندان کې تېرې کړې، خو وايي بې‌ ګناه و.»

هغه زیاته کړه:«خلک وایي هغه کار چې ده کړی، حتی جرم نه بلل کېږي. د بایډن حکومت هغه تعقیب کړ، خو زه د ګڼ شمېر معتبرو کسانو د غوښتنې له مخې، هغه ته بښنه کوم.»

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي، کله چې په ۲۰۲۳ کال کې د بایننس او ژاو د جرم د منلو تړون اعلان شو، څرګنده شوه چې دغه شرکت او پخوانی رییس یې د امریکا د ایران پر ضد بندیزونه په قصدي توګه نه‌ وو عملي کړي.

د وزارت په وینا، د بایننس دا سرغړونه د دې لامل شوه، چې د ۲۰۱۸ کال د جنوري څخه تر ۲۰۲۲ تر مې پورې د امریکایي او ایراني کاروونکو ترمنځ له ۸۹۸ میلیونه ډالرو څخه زیات ناقانونه مالي معالې ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو