د امازون شرکت د توکو د سپارلو وخت د کمولو لپاره په نوې هڅه کې د موټرچلوونکو لپاره ځانګړي ځيرکې عینکې او د مصنوعي ځیرکتیا او روباټیک پرمختللي سیستمونه پرانستلي.
دا ټیکنالوژي امازون د نوي پروګرام برخه ده، چې د تحویلۍ وروستۍ مرحله ګړندۍ کوي، چې د «وروستي ۱۰۰ گزه»په نوم پیژندل کیږي.
امازون د چهارشنبې په ورځ د خپل کلني «د تحویلۍ راتلونکي» پروګرام کې د «امیلیا» په نوم ځیرکې عینکې پرانیستلې.
دغه عینکې یوه کوچنۍ ښیښه لري، چې د موټر چلوونکي ګام په ګام لاره ښیې، د بسته بندۍ کوډونه لولي او د تحویلۍ ثابتولو لپاره د بسته بندۍ عکسونه اخلي.
د امازون شرکت د ترانسپورت مرستیال بریل ټومي وویل، چې سلګونو موټر چلوونکو دا عینکې د د تحویلې سپارلو پر مهال وازمایل او پایلې ښیې، چې د دې کارول په هر شفټ کې د تحویلۍ وخت تر ۳۰ دقیقو پورې کم کړی دی.
د دې نوښت سره سره، امازون د «بلو جي» په نوم یو روبوټیک لاس هم پرانست، چې د همدې شرکت د مسولینو په وینا کولی شي د ګودام کارمندانو سره کار وکړي ترڅو د توکو د راټولولو او ترتیب کولو پروسه ګړندۍ او خوندي کړي.
اماوزون همدارنګه اعلان کړی، چې غواړي د خپلو ګودامونو د ښه همغږۍ او کنټرول لپاره یو مدیريتي مصنوعي ځیرکتیا سیستم فعال کړي.
خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي، چې د روباټونو پراخ استعمال ښايي د راتلونکو دوو کلونو په موده کې په امریکا کې شاوخوا ۱۶۰ زره دندې له منځه یوسي.

