د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر محمد نعیم د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوشیاو یونګ سره په کتنه کې ویلي، دوی له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي؛ خو پاکستان د دوی حوصله ازمايي.
نوموړي ویلي:« له بده مرغه پاکستان له تېرو څلورو کلونو راهیسې زموږ حوصله ازمايي؛ تر دې چې موږ ځوابي عکس العمل ته اړ اېستل شو، زموږ ثابت دریځ دا دی چې ستونزې په خبرو او تفاهم حل کړو.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغلي نعیم او د چین د ځانګړي استازي ترمنځ د پاکستان سربېره په سیمهییزو همکاریو او د افغانستان او چین د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم خبرې اترې شوې دي.
په خبرپاڼه کې یو ځل بیا پر دې ټنیګار شوی، چې طالبان د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادنو سره په متقابل درناوي ولاړې او ټینګې اړیکې غواړي او هیڅکله به چاته د دې اجازه ورنهکړي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي.
د خبرپانې د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوشیاو یونګ ویلي، چې چین به د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د حل لپاره رغنده رول ولوبوي او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب هڅې د سیمهییز ثبات پر لور مثبت ګام دی.
د چین ځانګړي استازي دغه راز زیاته کړې، چې چین د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري. خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د کابل او بیجېنګ ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا هم ټنیګار شوی دی.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د تېرو څلورو کلونو په لړ کې په لومړي ځل طالبان او پاکستاني ځواکونه په دې وروستیو کې په سپین بولدک او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په مخامخ جګړه کې ښکېل شول چې له کبله یې ګڼو ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.
د دواړو خواوو ترمنځ نښتې د قطر او ځینو نورو هېوادونو په منځګړیتوب ودرول شوې او د نامعلومې مودې لپاره پر اوربند هوکړه وشوه. تازه په کابل کې د برېټانیا ځانګړي استازي هم ټینګار کړی، چې طالبان او اسلاماباد باید دواړه د اوربند د دوام لپاره هلې ځلې وکړي.

