نورالدین عزیزي د ترکمنستان له مرستیال ولسمشر سره پر سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ خبرې کړې دي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان له مرستیال ولسمشر بایمرداد انامامدف سره د ترکمنستان د تېلو او ګازو د نړۍوال نندارتون په څنډه کې کتلي دي. په یاده لیدنه کې دواړه خواوو پر سیمه‌ییزې اقتصادي همکارۍ، د انرژۍ سکټور پراختیا او د ټاپي پروژې پر اهمیت خبرې کړې.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، دواړه لوریو د ټاپي پروژې د دویم پړاو پرانیستل د سیمه‌ییزې اقتصادي ودې، د صنعت د پرمختګ او د سوداګرۍ د پراختیا په لور مهم ګام وباله.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نورالدین عزیزي او بایمرداد انامامدف د ټاپي پروژې پر بشپړ پلي کېدو ټینګار کړی. ښاغلي عزیزي ویلي، چې د ټاپي پروژې بشپړېدل به نه یوازې په افغانستان کې کاري فرصتونه او اقتصادي تحرک رامنځته کړي؛ بلکې د دغه هېواد د سیمه‌ییز ترانزیټي دهلېز رول به لا پیاوړی کړي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت همداراز د افغانستان او ترکمنستان د اړیکو پر لا پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د لا ودې لپاره باید په ګډه د شته خنډونو د له‌منځه وړلو لپاره هلې ځلې وشي.

نور خبرونه

رادیو