پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د وسله‌والو د شتون د مخنیوي لپاره اقدامات کړي

پرون

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چودري ویلي، اسلام‌اباد د هغو وسله‌والو ډلو پر ضد اغېزمن اقدامات کړي چې په افغانستان کې حضور لري. د طالبانو حکومت بیا د پاکستان دا ادعا چې په افغانستان کې وسله والې ډلې شته ردوي.

د پوځ د عامه اړیکو رییس احمد شریف چودري دا څرګندونې د صوابۍ په ټوپي سیمه کې د غلام اسحاق خان د انجنیرۍ او ټېکنالوژۍ په انسټېټیوټ کې د محصلینو له یوې ناستې سره د خبرو پر مهال وکړې.

هغه وویل، پاکستان د وسله والو د شتون پر ضد لازم ګامونه اخیستي او پوځ به په راتلونکي کې هم د هر ډول برید یا دښمنۍ پر وړاندې ټينګ دریږي.

په دې ناسته کې احمد شریف د پاکستان او افغانستان ترمنځ په ډيورنډ فرضي کرښه د وروستیو نښتو، امنیتي وضعیت او د ټولنیزو رسنیو رول باندې هم خبرې وکړې.

چودري زیاته کړه، د هېواد ځوان نسل د ملت د روښانه راتلونکي ضامن دی او د پاکستان د پرمختګ او هوساینې لپاره مهم رول لري.

نور خبرونه

رادیو