د طالبانو دفاع وزارت د دوحې هوکړې په اړه وضاحت ورکړی

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د طالبانو دفاع وزارت په دوحه کې له پاکستاني پلاوي سره د شوې هوکړې په اړه وضاحت ورکړی او وايي، له پاکستاني لوري سره پر بشپړ اوربند، یو بل ته درناوي او پر امنیتي ځواکونو، ملکیانو او نظامي تاسیساتو بریدونو نه کولو او د خبرو اترو له لاري د مسایلو پر حل هوکړه شوې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت له لوري په خپاره شوي وضاحت کې ویل شوي، چې له پاکستاني پلاوي سره په مذاکراتو کې یو پر بل د بریدنو نه ملاتړ باندې توافق شوی دی.

طالبانو ویلي، چې له یادو مسایلو پرته پر بله هېڅ موضوع هوکړه نه ده شوې.

د طالبانو د دفاع وزارت یاد وضاحت پر داسې مهال خپور کړی، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ مذاکراتو وروسته د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف له رسنیو سره خبرو کې ویلي، چې په دوحه کې د طالبانو د دفاع وزیر سره شوې هوکړه محرمه ده.

د خواجه اصف له یادو څرګندونو وروسته د اوربند هوکړې د منځپانګې نه خپرېدو په تړاو ګڼې پوښتنې رامنځته شوي او د تېر نظام ځينو چارواکو د طالبانو دغه چاره د ملګرو ملتونو د منشور د ۱۰۲یمې مادې پر خلاف وبلله.

نور خبرونه

رادیو