پاکستان یو ځل بیا پښتونخوا کې له مېشتو افغانانو غوښتي چې ژرتر ژره دې افغانستان ته ستانه شي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د پاکستان حکومت د پښتونخوا په کوز دېر کې افغان کورنیو ته له ځنډ پرته د وتلو په اړه خبرداری ورکړی دی. د تیمرګره مرستیال کمېشنر زید صافي ویلي، که افغانان په خپله خوښه ستانه نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدمات وشي.

د راپورونو له مخې؛ د کډوالو درې پنډغالي چکدره، سمرباغ او تیمرګره په رسمي ډول تړل شوي دي. ښاغلي صافي ویلي، چې په کوز دېر کې د پولیسو چارواکو د افغان کډوالو مشرانو سره په لیدنه کې له هغوی سره له ځنډ پرته د وتلو مسله شریکه کړې ده.

سیمه‌ییزو چارواکو همداراز ویلي، که څوک غواړي په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي؛ نو له خپلو مېنو تر تورخم پورې به ورته د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم برابرې شي. د راپورونو پربنسټ؛ شاوخوا ۴۵۰۰ افغانې کورنۍ په کوز دېر کې مېشتې وې؛ خو په وروستیو کې ځینې یې افغانستان ته ستنې شوې دي.

په ورته وخت کې پاکستاني رسنیو ویلي، چې د پښتونخوا ایالتي حکومت د افغان کډوالو د لېږد لپاره د لازیاتو مالي امکاناتو برابرولو غوښتنه هم کړې ده. دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو ورځو کې په ټول پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او ستنولو لړۍ پراخه او چټکه شوې ده.

تازه په لاهور کې ځايي چارواکو ویلي، چې په دغه ښار کې د بې‌اسناده افغان کډوالو د ستنولو لړۍ وروستي پړاو ته رسېدلې ده. له دې سره هم‌مهاله د ځینو هغو افغانانو د نیونې په اړه هم خبرونه ورکړل شوي، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

تازه طالبانو ویلي، چې همدا پرون څه باندې درې زره ک له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي. د نړۍوالې ټولنې او په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو له غوښتونو سره، سره پاکستان او ایران د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په کمساري ډول چټکه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو