د بشري مرستو له لارې؛ جرمني وايي چې لا هم په افغانستان کې فعال پاتې دی

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت وايي، په افغانستان کې د برلین او د هغه د نړۍوالو شریکانو هڅې د بشري حقونو د ملاتړ، د بیان د ازادۍ او د بشري مرستو پر محور راڅرخي. د دې وزارت په وینا، د افغانانو لپاره بشري مرستې د جرمني د هڅو مهمه برخه ده.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا هېوادونو پر ارزښت او په دغو هېوادونو کې د برلین د حضور په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

ددې مقالې یوه برخه پر افغانستان تمرکز لري. یاد وزارت ویلي، چې کله طالبانو د ۲۰۲۱ کال د دوبي په میاشتو کې په افغانستان کې په عملي ډول واک ترلاسه کړ، د جرمني د فدرالي حکومت د ښکېلتیا شرایط په بنسټیز ډول بدل شول.

د یاد وزارت په وینا، د ناټو ماموریت په چوکاټ کې له افغانستان نه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو پورې جرمني د دوهم لوی ځواک استوونکی هېواد و.

مقاله وایي، « اوس مهال په افغانستان کې د جرمني او د هغه د نړیوالو شریکانو د هڅو محور د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو او همدارنګه د د بیان د زادۍ ملاتړ دی».

یاد وزارت ویلي، د دې ترڅنګ، د هغو کسانو د وتلو لپاره اسانتیا رامنځته کول هم ددوی یو مهم لومړیتوب دی، چې د جرمني اتباع، پخواني محلي کارکوونکي او هغه کسان پکې شامل دي چې د جرمني له خوا د منلو ژمنه ورکړل شوې ده.

د وزارت په وینا، سربېره پر دې، د افغان ولس لپاره د بشري مرستو برابرول د جرمني د هڅو یوه مهمه برخه ده او له همدې امله جرمنی لا هم په افغانستان کې فعال پاتې دی او د بشري مرستو له پلوه د تر ټولو لویو دوه اړخیزو مرستندویو هېوادونو کې راځي.

نور خبرونه

رادیو