سردار احمد شکیب: د تورخم لارې تر خلاصېدو وروسته لا هم ګڼ افغان کډوال د تګ په تمه دي

۱۲ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې د طالبانو سفير سردار احمد شکېب تورخم ته څېرمه د کډوالو د یو شمېر پنډغالو څخه لیدنه کړې. نوموړي ویلي، چې د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته لا هم ګڼ افغان کډوال د تګ په تمه دي.

سردار احمد شکیب د شنبې په ورځ د تورخم دروازې تر خلاصېدو وروسته له اضاخېلو تر جمروده، لنډي کوتل او خېبر درې پورې د کډوالو له بېلابېلو پنډغالو څخه لیدنه کړې ده.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دروزاې د خلاصون لپاره د پاکستان حکومت دوی ته د ډاډ ورکولو سره هم مهاله دروازه د کډوالو پر مخ خلاصه کړې.

نوموړي زياته کړې، چې په پاکستان کې د بند پاتې کډوالو ستونزې به له پاکستاني چارواکو سره شرېکې کړي.

د پاکستان او طالبانو ترمنځ تر ترینګلتیا وروسته د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شوه.

دغه لار له ۲۱ ورځو وروسته نن یوازې د کډوالو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوې ده.

وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم د دې لارې د خلاصون خبره کړې وه او زیاته کړې یې وه، چې دا لار به د سوداګرۍ پر مخ تر هغه مهاله بنده وې، چې د طالبانو سره د استانبول خبرې پای ته نه وي رسېدلي.

نور خبرونه

رادیو