په ایران کې په تېره یوه میاشت کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۴۱ بندیان اعدام شوي دي

۲۰ ساعتونه مخکې

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو د یوه ایراني سازمان د موندنو له‌مخې، ایران یوازې په تېر اکتوبر میاشت کې د ۱۱ افغانانو په ګډون ۲۴۱ کسان په بېلابېلو زندانونو کې اعدام کړي دي. طالبانو تر دې مخکې د ایران دغه ډول اقدام ته څه غبرګون نه دی ښودلی او اوس یې هم چوپتیا غوره کړې ده.

د «هه‌نګاو» په نوم د بشري حقونو دغه ایراني سازمان د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په اکتوبر میاشت کې د اتو ښځو په ګډون ډېری کسان د نشه يي توکو او عمدي قتل په تورونو اعدام شوي او د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اعدام شویو کسانو پر تله ۴۹ اعشاریه ۵ سلنه زیاتوالی ښيي. دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۴ کال په اکتوبر میاشت کې په ټول ایران کې ۱۶۱ کسان اعدام شوي و.

د «هه‌نګاو» بشري حقونو سازمان وايي: «د اعدام شویو په ډله کې۳۷ کُردان، ۲۷لُر، ۱۶ ګېلک، ۱۷تُرکان، ۱۳ عرب، ۱۱ بلوڅان، ۲ ترکمنان، ۱۱ افغانان، ۷۰ فارس او ۳۷ نور شامل دي.»

که څه هم د اعدام شویو افغانانو د جرمونو په تړاو بشپړ وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو ایراني چارواکو تر دې مخکې د دغه ډول کسانو جرمونه امنیت ضد کړنې، وژنې او د نشه يي توکو په کاروبار کې لاس لرل په ګوته کړي دي.

د چارو ځینې شنونکي وايي، مستبد حکومتونه د خپلې بقا لپاره دغه ډول چارو ته مخه کوي او په وینا یې په ایران کې په دغه ډول پېښو کې هېڅ ډول روڼتیا نشته او بندیان په ځانګړې توګه پر اعدام محکوم کسان د وکیل نیولو حق هم نه لري.

سره له دې چې په دې وروستیو کې له ایران څخه د بندي افغانانو د لېږدونې بهیر پیل شوی، خو لا هم یو شمېر افغانان چې کره شمېر یې روښانه نه دی د ایران په زندانونو کې شپې او ورځې تېروي او ځینې یې پر اعدام هم محکوم شوي دي.

د چارو د شنونکو په وینا، طالبان باید په ایران کې د بندي افغانانو پوښتنه وکړي او د حقوقي قضایاو بهیر یې له نږدې وڅاري او همداراز د رالېږدونې بهیر یې چټک کړي، خو دا لا هم روښانه نه ده چې ایران به پر اعدام محکوم افغانان طالبانو ته وسپاري او که نه؟

د یادونې وړ ده، چې له دغو اعدام شویو کسانو له ډلې یوازې د ۴ سلنې اعدامونو راپورونه د ایران د قضايه قوې په اړوندو رسنیو کې خپاره شوي، ۱۳ کسان هم خپلو کورنیو ته له اطلاع ورکړې او له وروستۍ لیدنې پرته په پټه اعدام شوي دي.

نور خبرونه

رادیو