ملالې یوسفزۍ له طالبانو سره د جرمني پر اړیکو نیوکه کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

د سولې نوبل جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ له طالبانو سره د اړیکو په تړاو د جرمني پر فدرالي حکومت نیوکه کړې.

یوسفزۍ له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو په اړه خبرداری ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې، « له طالبانو سره د اړیکو عادي کول تېروتنه ده. هېڅ حکومت باید دا کار ونه کړي».

ملالې یوسفزۍ له شپیګل جرمنۍ ورځپاڼې سره په مرکه کې له۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیکو تېریو ته اشاره کړې او وايي، « له طالبانو سره د اړیکو عادي کول تېروتنه ده».

نوموړې ویلي، چې هېڅ حکومت باید دا کار ونه کړي.

یوسفزۍ وايي، چې « څنګه کېدای شي د افغانستان د ښځو د حقونو په برخه کې کومه معامله وشي؟ له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د ښځو د ظلم عادي کولو معنا لري».

د یوسفزۍ په وینا، « دا یوه تېروتنه ده، خیانت دی، دا دوه‌مخیتوب دی».

طالبان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې ښځې په سیستماتیکه توګه ځوروي او بندیزونه پرې لګوي.

سره له دې، د جرمني د کورنیو چارو وزیر د سپتمبر په پای کې اعلان وکړ چې غواړي له طالبانو سره د افغانانو د اخراج په اړه خبرې وکړي. نوموړي خپل دوه استازي د اکتوبر په لومړیو کې کابل ته ولیږل او طالبانو اعلان وکړ، چې له جرمني پلاوي سره یې خبرې اترې مثبتې وې.

ملالې یوسفزۍ د افغان ښځو د وضعیت په تړاو وویل، « ښځې ډېری له خپلو کورونو نه شي وتلای. دوی پارکونو ته نه شي تلای. له نارینه دوستانو سره نه شي لیدلای. حتا که د کورنۍ نارینه غړی ورسره نه وي، د ډاکټر لیدو اجازه نه لري».

هغې له جرمني غوښتنه کړې چې له طالبانو سره پر خپل چلند بیاکتنه وکړي او خپله تګلاره تغییر کړي.

نور خبرونه

رادیو