د طالبانو د کورنیو چارو زوارت وایي چې د کندز امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې پولیسو، سلګونه کیلو ګرامه نشه یي توکي سوځولي. یاد وزارت زیاتوي چې دغه توکي د یوه کال په موده کې د یاد ولایت له اړوندو سیمو راټول شوي وو.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ پر اېکسپاڼې لیکلي چې په سوځول شویو نشه یي توکو کې، ۱۲۶۴ کیلو ګرامه تاریاک، ۱۱۰ کیلو ګرامه چرس، ۹۵ کیلو ګرامه شیشه، ۴۲ کیلو ګرامه هیرویین،۲۵۳۱۴ نشه یي ګولۍ، ۴۵۹ لیټره الکولي مشروبات، ۵۸ لیټره تخمر شوي ممیز او نور نشه یي توکي شامل وو.
همدا راز یاد وزارت ویلي چې پولیسو یې د څو بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې، ۲۳ تنه د غلا او قاچاق په تړاو په نیمروز، غزني، هرات او خوست ولایتونو کې نیولي دي.

