مسکو کې د طالبانو سفیر د روسیې د ولسمشر له استازي ضمیر کابلوف سره کتلي

AP ۱۴۰۴ تله ۳۰

په مسکو کې د طالبانو سفیر مولوي گل حسن حسن د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره کتلي دي.
یاد سفارت وايي، دواړو لوریو د سیمې پر مهمو موضوعاتو، د افغان کارګرو د استولو پر میکانیزم او د اقتصادي همکاریو پر پراخولو خبرې کړې دي.

مسکو کې د طالبانو سفارت د چارشنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼې لیکلي چې په دې کتنه کې، د ګډو پروژو د ژر پلي کېدو او د متقابل تعامل د پیاوړتیا پر اړتیا هم ټینګار شوی.

روسیه یوازینی هېواد دی، چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې ده.

نور خبرونه

رادیو