په غزه کې د اسراییل په ډزو کې ۴۵ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو په مخامخ ډزو کې لږ تر لږه ۴۵ فلسطینیان وژل شوي دي. د اسراییل پوځ بیا ویلي، په شجاعیه سیمه کې يې څو «ترهګر» چې له «زېړې» کرښې تېر شول او «جدي ګواښ» و، په نښه کړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، په دې موده کې د اسراییلي ځواکونو په مخامخ ډزو کې ۱۵۸ نور فلسطینیان هم ټپیان شوي دي.

د غزې د رسنیو دفتر هم د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د اکټوبر له لسمې یعنې د اوربند له پیل راهیسې اسراییل تر اوسه ۸۰ ځلي یاد اوربند نقض کړی او همداراز لږ تر لږه ۹۸ فلسطینیان یې وژلي او ۲۳۰ نور یې ټپيان کړي دي.

د اسراییل پوځ بیا پرون (یکشنبه د تلې ۲۷مه) حماس د اوربند پر نقضولو تورن کړ او ورسره یې پر غزې یو شمېر هوايي بریدونه وکړل، خو حماس بیا د اوربند د نقضولو تور رد کړی دی.

له دې سره سم، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، لا هم په غزه کې اوربند دی او همداراز یې په ډاګه کړې، چې واشنګټن هڅې کوي دا ډاډ ترلاسه کړي چې وضعیت «ډېر سوله ییز» پاتې شي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له‌مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې څه باندې ۶۸ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۱۷۰ زره نور ټپيان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو