د ازبکي ژبې ملي ورځ سږکال هم په افغانستان کې و نه‌نمانځل شوه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د افغانستان د میلیونونو خلکو د فرهنګي هویت نښه، ازبکي ژبه، چې د جمهوریت پرمهال هر کال د تلې په ۲۹مه د ملي ورځې په نوم نمانځل کېده، سږکال په افغانستان کې له رسمي مراسمو پرته تېره شوه. فرهنګي فعالان او پخواني دولتي چارواکي د دې ژبې د رسمي ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د ازبکي ژبې ملي ورځ، چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د افغانستان په کلتوري تقویم کې ثبت شوې، سږکال د رسمي نمانځنې له مراسمو پرته تېره شوه.

ازبکي ژبه د هېواد د شاوخوا څلورو میلیونو خلکو د ورځني ژوند ژبه بلل کېږي او د افغانستان درېیمه ډېره ویل کېدونکې ژبه ده.

د فرهنګي چارو کارپوهان وايي، د ازبکي ژبې د ودې لپاره تر اوسه هېڅ منسجمه دولتي تګلاره نه ده جوړه شوې.

د درسي کتابونو کمښت، د ښوونکو نشتوالی او د ژبې د معیاري تدریس نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دې ژبې ویونکي له کلونو راهیسې ورسره مخ دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې راحله دوستم د ازبکي ژبې ملي ورځې په مناسبت په ویلي، « د ازبکي ژبې ملي ورځ ټولو تورکتبارانو، ویونکو او د دې ژبې مینه‌والو ته مبارکي وایم، ازبکي ژبه د افغان ملت د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده چې د نسلونو په زړونو کې ځای لري او تل یې د دوستۍ او پوهې پیغام رسولی دی.»

نوموړې زیاته کړې چې که څه هم په وروستیو کلونو کې د ازبکي ژبې د زده‌کړې او د رسنیو برخه کې پرمختګونه شوي، خو «لا هم د درسي منابعو کمښت، د روښانه ژبنۍ پالیسي نشتوالی، او د رسمي بنسټونو بې‌پامي، په تېره بیا د اوسني حاکمیت پر مهال، جدي ننګونې دي».

د هغې په وینا، د ازبکي ژبې ملي ورځ یوازې د ویاړ نه، بلکې د ګډ مسوولیت یادونه ده چې باید د دې ژبې د ژوندي ساتلو، پراختیا او علمي اعتبار لپاره ګډ ګامونه پورته شي.

نور خبرونه

رادیو