ملګري ملتونه: د غزې د ویجاړیو د پاکولو پراخ عملیات مو پیل کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

ملګري ملتونه وايي، د غزې د اوربند د ژمنو تازه تایید یې د تشویشونو ترڅنګ هیلې هم راپارولي دي، خو خبرداری یې ورکړی چې وروستي تاوتریخوالي د سولې نازک بهیر ته زیان رسولی شي. دغه ادارې زیاته کړې، د ویجاړیو د پاکولو پراخ عملیات یې پیل کړي، چې موخه یې د بنسټیزو خدمتونو بېرته فعالول دي.

د ملګرو ملتونو ویاند سټفان دوجاریک د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې خبریالانو ته وویل، «موږ له دې کبله خوشاله یو چې دواړو لوریو د اوربند د پلي کولو ژمنه بیا تازه کړې او د منځګړیتوب هڅې ستایو.»

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې اوربند دوام لري، د غزې په ځینو برخو کې د بریدونو او تاوتریخوالي راپورونه اندېښمنوونکي دي. هغه پر ټولو اړخونو غږ وکړ، چې خپلې ژمنې عملي کړي او له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې د جګړې بیا پیل لپاره لاره هواره کړي.

په همدې حال کې، د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشر ټام فلېچر د غزې له سفر وروسته ویلي، چې د ملګرو ملتونو ادارې د ماشومانو د تغذیې، روغتیا او سړکونو د پاکولو پروژې پر مخ وړي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام استازي جاکو سیلییرز ویلي، د غزې په ښار کې د ویجاړیو اندازه نږدې ۵۵تر ۶۰میلیونه ټنه اټکل شوې او دا د بیا رغونې پر وړاندې یوه ستره ننګونه ده. د نوموړي په وینا، د دې عملیاتو لومړنۍ موخه د سړکونو پاکول او د ساختماني موادو بیا کارول دي، څو د روغتونونو، ښوونځیو او نورو اساسي تاسیساتو ته لاسرسی بېرته برابر شي.

بل لور ته، د اوربند له اعلان وروسته د مرستو لېږد هم چټک شوی دی. د فلسطین د کډوالو د چارو اداره وايي، په دیرالبلاح او خان‌یونس کې یې د خوړو د وېش او د زده‌کړو لنډمهاله مرکزونو فعالیت بیا پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند دوجاریک وویل، د تېرو ورځو په ترڅ کې له کرم شالوم او کیسوفیم لارو څخه خوراکي توکي، درمل، اوبه، تېل او د حفظ‌الصحې وسایل راټول او اړمنو ته لېږدول شوي دي.

هغه زیاته کړه، د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د اسراییل چارواکو ملګرو ملتونو ته اجازه ورکړه، چې د کیسوفیم په سرحدي لاره د مرستو د لېږد څارونکي وګوماري.

نوموړي دا یو مثبت ګام وباله او ویې ویل: «دا اقدام موږ ته د مرستو د بهیر په شفافیت کې د پام وړ مرسته کوي.»

نور خبرونه

رادیو