د پاکستان د پارلمان پخواني رییس له طالبانو سره د اوربند د تړون هرکلی کړی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سولې او اوربند تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه د زغم او حوصلې له لارې د یو بل دریځ ته غوږ ونیسي او د ګډو ګټو په موخه د سوداګرۍ او کار موندنې فرصتونه رامنځته شي.

اسد قیصر د سې شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، چې دا موخې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

اسد قیصر همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته د لاسرسي په اړه د کابینې پرېکړې ژر تر ژره عملي کړي.

قیصر وايي، تحریک انصاف پاکستان له پیله د افغانستان په اړه روښانه دریځ لري، ځکه افغانستان د پاکستان نږدې اسلامي ورور هېواد دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د امتیاز اخیستلو پر ځای په جدي توګه خپلې ګډې ستونزې حل کړي.

طالبانو او پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې تر څو ورځنیو نښتو وروسته د اکټوبر پر ۱۹مه نېټه په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او پرېکړه وشوه چې بله اونۍ به په ترکیه کې د دغه تړون د څار او عملي کولو لپاره پر مېکانیزم خبرې وشي.

نور خبرونه

رادیو