د پاکستان د کابینې له پرېکړې چې باید له دغه هېواده ټول افغان کډوال واېستل شي، پولیسو یې نن (سېشنبه د تلې ۲۹مه) په اسلاماباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک کړي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته تر سبا وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.
د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ کابینې پرېکړه وکړه، چې ټول افغان کډوال باید له دغه هېواده واېستل شي، نو له هغې ورځې راهیسې په ټول پاکستان او په ځانګړي توګه په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل شوی او تر اوسه سلګونه کورنۍ نیول شوې دي.
د اسلاماباد او راولپنډۍ پولیسو نن (سېشنبه د تلې ۲۹مه) په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلي او افغانستان ته یې د لېږدولو په موخه د «حاجي کمپ» پر ځای کوم بل مشخص شوي ځای ته لېږدوي.
په دغو ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورځي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبوي او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتوي او پهکې مېشت افغانان نیسي.
د دوی په وینا، پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نهلري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.
له دې سره سم، په یادو ښارونو کې د بلاکونو مالکانو او اجاره کوونکو مېشتو افغان کورنیو ته تر سبا لسو بجو وخت ورکړی، چې کورونه تخلیه کړي، ګنې دوی به یې په خپله پولیسو ته په لاس ورکړي.
په فیصل ټاون کې مېشت یو افغان چې د بشپړ نوم له اخیستلو ډډه کوي او ځان انجنیر معرفي کوي، وايي: «د پلازا والا مسوول نوټس راکړی چې تر سبا لسو بجو کور تخلیه کړو، ګنې پولیسو ته به مو په لاس ورکړي.»
د پولیسو په دغه بې درېغه نیونو سره د ډېریو کورنیو د کور وسایل همداسې پاتې دي او دوی یې افغانستان ته د لېږدولو لپاره یوه مشخص شوي ځای ته لېږدولي دي.
له دې سره سم، شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ چې پاکستان یې ویزې نه دي تمدید کړي او د اسلام اباد په یوه پارک کې شپې او ورځې تېروي وايي، نن هلته هم پولیسو چاپې وهلي او یو شمېر کورنۍ یې له ځانه سره وړي دي.
دوی د بشري حقونو په ګډون له نړۍوالو بنسټونو او همداراز هغو هېوادونو چې ورسره د دوی کېسونه دي، غواړي چې د دوی دغه وضعیت ته لومړی رسېدنه وکړي او بیا یې د کېسونو بهیر چټک کړي، څو له دغه بد وضعیته وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د ویزې د تمدیدولو بهیر ډېر ټکنی شوی او د ځینو په وینا د ویزې د تمدیدېدو بهیر یې په ټپه درولی دی.

