سږ کال په افغانستان کې له یو میلیون مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۹

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویلي چې سږ کال په ټول هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي. یاد وزارت زیاتوي چې سږکال په ټول هېواد کې پر ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې.

د دغه وزارت د چارواکو ویلي، هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو بازارونو په پراخولو سره د هېواد کرنیزو محصولاتو لپاره د غوره پلور زمینه برابره کړي.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي ویلي چې یاد وزارت غواړي په بهرنیو بازارونو کې د کورنیو مېوو او سبزیو لپاره بازارونه برابر کړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې څه ډول دغه بازارونه پیدا کوي.

د یاد وزارت په وینا، په فراه، بلخ او بادغیس ولایتونو کې د هندواڼو حاصلات ښه او زیات دي.

همدا راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له انګورو وروسته هندواڼه په ټول هېواد کې تر ټولو ډېر تولید لري.

عام بزګر او بڼوال شکایت کوي چې په کوردننه یې میوې د سړو خونو د نشتوالي او مارکیټ ته د ناوخته رسېدو له امله ضایع کیږي او بهر ته د مېوو په فصلونو کې امنیتي ستونزې او د لارو بندښت هر کال دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان رسوي.

سږ کال هم د میوو په فصل کې د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو د بندېدو له امله ګڼو بڼوالو ته مالي زیان اوښتی دی.

له دې وړاندې د انټرنیټ قطع کېدو هم په ګمرکونو کې ستونزې رامنځته کړې وې، چې افغان سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول.

نور خبرونه

رادیو