هندۍ وېب‌پاڼه: له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړه تر ټولو جدي وه

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

څو ورځې وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د دواړو لوریو ترمنځ نښتې رامنځته شوې، چې د دواړو هېوادونو لسګونو سرتېرو ته یې مرګ‌ژوبله واړوله. دا له ۲۰۲۱ کال راهیسې کله چې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل، د دواړو ګاونډیو ترمنځ تر ټولو جدي نښتې بلل کېږي.

د هندۍ وېب‌پاڼې «بېزنس سټنډرډ» د راپور له مخې، تر هغه وروسته چې د پاکستان هوايي ځواکونو په کابل او ځینو نورو ولایتونو بریدونه وکړل، طالبانو هم د ډیورنډ کرښې په شاوخوا کې د پاکستان پر پوځي پوستو بریدونه ترسره وکړل. له دې سره سم، د پاکستان پوځ د توپونو، درنو وسلو او بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله ځوابي بریدونه وکړل. جګړه تر سبا سهاره روانه وه او د ورځې په اوږدو کې هم ځینې نښتې رامنځته شوې.

بېزنس سټنډرډ زیاتوي، اسلام‌اباد د خپلو ۲۳سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ، خو د طالبانو له‌خوا ویل شوي چې د دوی ۹جنګیالي وژل شوي دي، سره له دې چې دواړو خواوو د بل اړخ د مرګ ژوبلې شمېر زیات ښودلی.

د پاکستان د امنیتي چارواکو په وینا، د دې جګړې لامل د اسلام‌اباد هغه هوايي برید و چې تېره اوونۍ یې پر کابل وکړ. دغه برید د پاکستاني طالبانو د ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د مشر «نور ولي» د له منځه وړلو لپاره ترسره شوی و.

بلخوا، طالبانو ویلي چې دوی دا برید د پاکستان له خوا د افغانستان د هوایي حریم د «نقض» پروړاندې د غبرګون په توګه ترسره کړی.

د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډله په ۲۰۰۷کال کې د پښتنو جنګیالیو له یو شمېر ډلو جوړه شوه. دغه ډله د افغان طالبانو په څېر یوه ایډیولوژیکي ډله ده، خو د القاعده له تندلارې نظریې الهام اخلي. ټي ټي پي په پاکستان کې د پوځي اډو، پولیسو او د دغه هېواد د دولتي کارکوونکو پر ضد خونړي بریدونه کړي دي.

د ۲۰۱۴کال د پېښور د پوځي ښوونځي برید چې پکې له ۱۳۰زیات ماشومان ووژل شول، د دې ډلې تر ټولو خونړۍ پېښه وه. له هغې وروسته د پاکستان پوځ پراخ عملیات وکړل او د دې ډلې ډېر غړي یې افغانستان ته شړلي وو.

بېزنس سټنډرډ وایي، کله چې طالبان په افغانستان کې بیا ځلې واک ته ورسېدل، پاکستان یې هرکلی وکړ، خو ډېر ژر څرګنده شوه چې د کابل د طالبانو اړیکې د «ټي ټي پي» له ډلې سره نږدې پاتې شوې دي. له هغه وخت راهیسې په پاکستان کې د تحریک طالبان بریدونه زیات شوي. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د «ټي ټي پي» مشران او جنګیالي اوس په افغانستان کې مېشت دي، خو طالبان دا تور ردوي او وایي، چې «ټي ټي پي» د پاکستان داخلي موضوع ده او دا هېواد غواړي چې د خپلو امنیتي کمزورۍ پړه پر طالبانو واچوي.

پاکستان دا ادعا هم کوي، چې هند د طالبانو له لارې د «ټي ټي پي» او نورو ډلو ملاتړ کوي. خو نوې ‌ډیلی دا تورونه بې‌اساسه بولي. دا تورونه له هغه مهال څخه زیات شول چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي پر څو ورځني سفر هند ته لاړ او هلته د اړیکو د پیاوړتیا خبرې وشوې.

د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو د ادعاوو او رسنیزو ناندریو په ګرمه لړۍ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ کله چې د غزې د سولې هوکړې لپاره مصر ته روان وو، وویل: «ما اورېدلي چې اوس د افغانستان او پاکستان تر منځ جګړه روانه ده. زه اوس مصروف یم او له بېرته راستنېدو وروسته به ورته پام وکړم، ځکه زه د جګړو په حل کولو ښه پوهېږم.»

که څه هم د دواړو هېوادونو تر منځ پرون اوربند شوی، خو د کړکېچ رېښې ژورې دي. پاکستان له طالبانو غواړي چې د «ټي ټي پي» پر ضد اقدام وکړي، خو طالبان د خپلواکې پالیسۍ خبره کوي. د امریکا او هند تازه څرګندونې ښيي، چې دا کړکېچ یوازې د دوو ګاونډیو تر منځ نه، بلکې سیمه‌ییز او نړۍوال اړخ هم لري.

نور خبرونه

رادیو