خواجه اصف: له ټي‌ټي‌پي سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌کړو

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وايي، په قطر کې له افغان طالبانو سره خبرې شوي او په وینا یې هېڅکله به هم له تحریک طالبان پاکستان «ټي‌ټي‌پي» سره خبرې ونه‌کړي.

خواجه اصف د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) د پاکستان له جیو‌نیوز سره په مرکه کې ویلي، سره له دې چې عمران خان له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو پلوی دی، خو په وینا یې د دغه هېواد د ماشومانو له «قاتلینو» سره به هېڅکله هم خبرې ونه‌شي.

د افغانستان په تېر نظام کې د ملي امنیت رييس معصوم ستانکزي تر دې مخکې ویلي، ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د استخباراتي کړیو له لوري جوړه شوې او دمګړی دغه ډله د ډيورند کرښې په ها غاړه کې پر ډېرو قبایلي سیمو کنټرول لري.

معصوم ستانکزی: ټي‌ټي‌پي د پاکستان د استخباراتي کړیو په لاس جوړه شوې ده | افغانستان انټرنشنل پښتو

د پاکستان دفاع وزیر په یاده مرکه کې یو ځل بیا ادعا وکړه، چې د ټي‌ټي‌پي د مشرتابه غړي په افغانستان کې دي، په داسې حال کې چې د ټي‌ټي‌پي مشر نور ولي مسید همدا ۴ ورځې مخکې د یوه ویډيویي پیغام چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې په خپرولو سره وویل، د خېبرپښتونخوا په خېبر ولسوالۍ کې اوسېږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.

د ټي ټي پي مشر وايي چې دی په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

خواجه اصف په قطر کې له افغان طالبانو سره د سولې هوکړې په تړاو وویل، د دغې هوکړې د عملي کېدو څرنګوالی به د استانبول په راتلونکې غونډه کې چې د اکټوبر له ۲۵ تر ۲۷ جوړه شي، وڅېړل شي.

د یادونې وړ ده، چې څو ورځې مخکې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب د طالب او پاکستاني چارواکو تر منځ د یوې هوکړې له‌مخې اوربند وشو او دواړه لوري به په نږدې ورځو کې په ترکیه کې یو ځل بیا سره جرګه شي او د دواړو هېوادونو تر منځ د دایمي سولې او ثبات لپاره یو ثابت میکانیزم جوړ شي.

خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نه‌ږدي.

نور خبرونه

رادیو