کرملین: روسیه چمتو ده چې له ایران سره په ټولو برخو کې اړیکې پراخې کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

روسیې د لوېدیزو هېوادونو د فشارونو او د ایران د اټومي پروګرام پر سر د روانو ناندریو په منځ کې اعلان کړی، چې مسکو له ایران سره د همکارۍ د پراخولو لپاره په ټولو برخو کې چمتو دی.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل، چې «روسیه په ډاډ سره چمتو ده له ایران سره په هره برخه کې همکاري پراخه کړي، ایران زموږ ستراتیژیک شریک دی، او زموږ اړیکې په چټک ډول وده کوي.»

پیسکوف زیاته کړه، چې اروپايي هېوادونه د ایران د اټومي پروګرام په تړاو «بې‌ځایه فشارونه» اچوي، او وضعیت یې «ډېر پېچلی» بللی دی.

روسیې له وړاندې له تهران سره نږدې اړیکې لرلې او د امریکا او اسراییل هغه بریدونه یې غندلي وو، چې سږ کال د ایران د اټومي تاسیساتو پر ضد ترسره شول.

واشنګټن او تل‌ابیب ویلي وو، دا بریدونه یې د دې لپاره کړي چې ایران د اټومي وسلې جوړولو ته پرې نه‌ږدي، خو تهران دا تورونه رد کړي دي.

د راپورونو له مخې، تمه ده د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ځانګړی استازی نن د ایران ملي امنیت د عالي شورا له سکرتر علي لاریجاني سره وګوري.

دا لیدنه یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کېږي چې لاریجاني د ایران دمذهبي مشر علي خامنه‌يي استازي په توګه مسکو ته ورغی او پوتین ته یې د خامنه‌ يي لیک وسپاره.

پوتین او د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د روان کال په جنورۍ میاشت کې د ستراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړی دی.

روسیه وايي، تهران ته یې د قانوني تړونونو له مخې پوځي تجهیزات ورکړي، په داسې حال کې چې ایران روسیې ته بې‌پیلوټه الوتکې ورکړې دي، چې په اوکراین جګړه کې یې کاروي.

نور خبرونه

رادیو