د جرمني د لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ په اړه څرګندونې لانجمنې شوې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د جرمني لومړی وزیر فریدرېښ مېرڅ د کډوالۍ په تړاو د خپلو وروستیو څرګندونو له امله له پراخ سیاسي او ټولنیز غبرګون سره مخ شوی. نوموړي په یوه غونډه کې د خپلې ادارې د کډوالۍضد تګلارې ستاینه وکړه، خو وروسته یې وویل چې «د جرمني د ښارونو په بڼه کې یوه ستونزه شته.»

مېرڅ دا څرګندونې د برانډنبورګ ایالت په یوه غونډه کې وکړې او ویې ویل، چې حکومت یې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ۶۰سلنه راکم کړي، خو په خبره یې لا هم «په ښارونو کې د ظاهري بڼې ستونزه» شته.

د جرمني ورځپاڼو او شنونکو په باور، دا څرګندونې د هغو خلکو له احساساتو سره ورته دي چې له کډوالو ناخوښه دي او وايي، چې د ښارونو بڼه د بهرنیانو د زیاتېدو له امله بدله شوې ده.

یوې ورځپاڼې «اشترن» لیکلي، که څه هم په ښارونو کې د بې‌وزلۍ، اعتیاد او تاوتریخوالي ستونزې شته، خو دا معضلې باید یوازې د کډوالو پر غاړه وا نه‌چول شي. دغه ورځپاڼې خبرداری ورکړی، چې د لومړي وزیر خبرې د تبعیضي لیدلورو د پیاوړتیا لامل کېدای شي.

د زرغون ګوند مشر فلیکس باناش‌زاک د مېرڅ څرګندونې «تحقیر امېز او خطرناکې» بللي او ویلي یې دي، چې دا ډول خبرې د کډوالو د ظاهري بڼې له مخې پر دوی د بدنامۍ ټاپه لګوي.

د سوشل ‌ډیموکرات ګوند عمومي منشي تیم کلسندورف هم مېرڅ تورن کړی، چې «ټولنیزې ستونزې یې د خلکو له بڼې سره تړلې دي.»

د جرمني د چپ‌ګوند مشره هایډی رایشینک ویلي، مېرڅ کډوال د ټولنې برخه نه، بلکې د یوې ستونزې په توګه انځوروي.

خو د الټرناتیف فار ډویچلند (ای اېف ډي) ښي اړخي د کډوالۍضد ګوند د مېرڅ څرګندونې وستایلې. د دې ګوند یوه مشره بیاتریکس فون اشتورخ پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي: «هغه یوازې یو ټکی یاد کړ [ ښارونه]خو هماغه بس دی، اوس دې عمل وکړي.»

د اکټوبر په ۲۷مه په برلین او څو نورو ښارونو کې سلګونه کسانو د مېرڅ د څرګندونو پر ضد لاریونونه وکړل. د لاریونوالو شعارونه دا وو: «موږ د ښار څېره یو» او «د ښار څېره کرکه نه ده.»

وروسته مېرڅ وویل، د هغه اشاره یوازې «غېرقانوني پناه‌ غوښتونکو» ته وه او ټینګار یې وکړ، چې جرمني به د قانوني کډوالو لپاره یو پرانیستی هېواد پاتې شي. خو منتقدانو دا وضاحت ناکافي وباله او ویې ویل: «کله چې لومړی وزیر د ښارونو له ظاهري بڼې خبرې کوي او سمدستي له کډوالو یادونه کوي، د هغه نیت څرګند دی.»

نور خبرونه

رادیو