د پاکستان حکومت په بلوچستان ایالت کې د افغان کډوالو لس پنډغالي وتړل.
پاکستانی رسنیو رپوټ ورکړی، چې دغه لس پنډغالي د بلوچستان په کویټه، قلعه سیف الله، پشین، لورلايي او چاغي کې تړل شوي او په دې پنډغالو کې شاوخوا ۸۵ زره افغان کډوال اوسېدل.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د پاکستاني چارواکو په حواله راپور خپور کړی، چې په تړل شویو پنډغالو کې مېشت افغان کډوال خپل هېواد ته لېږل شوي دي.
دوی همدراز زیاتوي تېره ورځ هم په بلوچستان کې شاوخوا ۳ زره افغان کډوال د استوګنې اسنادو د نه لرلو له امله پولیسو نیولي دي.
له دې وړاندې راپورونه خپاره شوي ول، چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د افغان کډوالو ۱۶ پنډغالي تړل کیږي.
د پاکستان مرکزي حکومت په امر ټولو ایالتونو کې د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې د ملګرو ملتونو سره د ثبت شویو افغان کډوالو د اېستل کیدو لړۍ هم پیل شوې ده.
د پاکستان ډان نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې دا پنډغالي د خېبر پښتونخوا په هریپور، چترال او بر دیر، د بلوچستان په چاغي، لورالایي، کلا سیف الله، پشین او کویټه او د پنجاب په میانوالي کې موقعیت لري.
د کډوالو د پنډغالو د تړل کېدو په تړاو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې اندېښنه ښودلې ده.
دغه اداره ټینکار کوي، چې له پاکستان نه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر باید په خپله خوښه، خوندي او باعزته وي.

