ملا برادر او د ترکمنستان ملي رهبر د ټاپي پروژې له چارو لیدنه کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوشنبې په ورځ د (تلې ۲۸مه) د ترکمنستان له ملي رهبر قربان‌قلي بردي محمدوف سره په ګډه د ټاپي ګازو نل لیکې له چارو څخه لیدنه کړې. طالبانو ویلي، دغه پروژه د سیمه‌ییز اقتصاد په پرمختګ کې خورا مهمه ده.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دفتر له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه لیدنه د افغانستان په خاوره کې ترسره شوې او تر اوسه په هېواد کې د دغه پروژې ۱۴کېلومېټره چارې بشپړې شوې دي. د ملا برادر په وینا؛ دوی له ترکمنستان سره له ټاپي پروژې پرته د اقتصادي دهلېز پراختیا په موخه هم کار کوي. هغه وایي، دغه دهلېز کې د ټاپ ۵۰۰ برېښنا د لېږد پروژه، د رېل پټلۍ جوړونه، سړکونه، لوجیسټیکي مرکزونه او یو شمېر نورې اقتصادي پروژې شاملې دي.

دغه طالب چارواکي د تېر په څېر له هېوادونو یو ځل بیا غوښتي، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي. پر کابل د واکمنې ډلې په خبرپاڼه کې د ترکمنستان د ملي رهبر په حواله لیکل شوي، چې په خپل هېواد کې یې د ټاپي پروژې چارې په خپل وخت سره بشپړې کړې دي. د هغه له قوله ویل شوي، چې ټاپي د ګازو نل لیکه لومړنۍ سیمه‌ییزه پروژه ده چې پراخ نړۍوال ملاتړ لري.

طالبانو په خپله اعلامیه کې ټینګار سره ویلي، چې د دغه پروژې په پشپړېدو سره به افغانستان هر کال یو مېلیارد ډالر عواید لاسته راوړي. ملا برادر د یادې ناستې پر مهال پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې د تقابل او غیر اصولي کړنو پر ځای دې ورسره احترامانه اړیکو ته مخه کړي.

د ټاپي د ګازو نل لیکه د جمهوریت پر مهال پیل شوې وه؛ خو د طالبانو حاکمه ډله یې د چارو پر وړاندې لوی خنډ وه او د دغه پروژې د عملي کېدو پر وړاندې یې ستر امنیتي خنډونه پیدا کړي وو. په افغانستان کې د دغه نل لیکې د چارو د ځنډ لامل هم خپله طالبان ګڼل کېږي او پر یادې ډلې نیوکې دي، چې د دغه ډول ډېر رغنیزو او ټولګټو پروژو مخې به یې نیوله.

نور خبرونه

رادیو