د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په مراکش کې د نړیوالو سیالیو په لړ کې لیبیا ته ۷ پر صفر ماتې ورکړه. دا د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې تاريخې بریا ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان او لیبیا د ښځو فوټبال لوبډلې سیالۍ د شنبې په ورځ په مراکش کې تر سره شوې.
په دې سیالۍ کې د افغان ښځینه لوبډلې نازیه عالي دوه، نیلاب محمدي دوه او مونا امیني، منیژه نوري او فاطمه حیدري هرې یوې یو ـ یو ګولونه وهلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغان ښځو فوټبال لوبډلې تر دې وړاندې له چاډ او تنزانیا څخه ماتې خوړلې وه.
دغه سیالۍ د اکټوبر په ۲۶مه پيل شوې دي.
د افغانستان د ښځو په لوبډله کې ۲۳ افغانې کډوالې ګډون لري.
دا لوبډله د ۲۰۲۱ کال د اګسټ او د افغانستان له سقوط را وروسته د فوټبال نړۍوال فډراسیون «فیفا» تر ملاتړ لاندې راټوله شوې او فعالیت کوي.

