د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، د افغانستان اوسنۍ رهبري د هېچا غلامي نهکوي او په وینا یې د شریعت پلي کولو ته ځان مسوول ګڼي. هغه همداراز له عالمانو او استادانو وغوښتل، چې د خلکو او محصلینو فکري روزنې ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
ندا محمد ندیم د شنبې په ورځ (د لړم ۱۰مه) «په افغانستان کې د غذايي امنيت او مصوونيت» په تړاو غونډه کې ادعا وکړه، چې په تېرو نظامونو کې افغانستان ته ډېر بې کيفيته توکي راواردېدل او په وینا یې: «اوس اسلامي نظام حاکم دی او د نورو برخو ترڅنګ په دې برخه کې جدي اقدامات ترسره کېږي.»
ندیم په دې غونډه کې د پوهنتونونو له استادانو وغوښتل: «په بېلابېلو کرنیزو، د علم پرمختګ، امنیت، د افغانستان د دفاع، طب او نورو برخو کې څېړنې وکړئ او ګټور نظرونه له اسلامي نظام سره شریک کړئ.»
د یادونې وړ ده، چې دغه غونډه د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د افغانستان د کرنيزو علومو او ټېکنالوژۍ ملي پوهنتون کې (د سالمې غذا د تولید تخنیکونو او لارو موندلو، افغانانو ته په کافي اندازه د غذایي توکو برابرېدو، له ناروغیو مخنیوي په موخه غذایي پوهې وړاندې کولو او حکومت ته د عامې روغتیا اړوند د جامع پالیسیو جوړولو) په موخه پيل شوی او ۳ ورځې به دوام وکړي.

