د طالبانو لوی درستیز وايي د پاکستان بریدونو ته مناسب ځواب ورکړل شوی

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌ الدین «فطرت» ویلي، چې که هر څوک د افغانستان پر خاوره تېری وکړي، « قاطع او پرېکنده ځواب به ورکړل شي». هغه د ۲۰۳ منصوري قول اردو د نوي قوماندان د معرفۍ غونډه کې د پاکستان بریدونه غیر موجه وبلل او زیاته یې کړه، چې بریدونو ته یې مناسب ځواب ورکړل شوی دی.

فطرت په دې غونډه کې وویل، چې د ګاونډي هېواد له لوري وروستي بریدونه بې‌ دلیله او غیر موجه وو او زیاته یې کړه چې د دې بریدونو مناسب ځواب ورکړل شوی دی.

هغه په ټینګار وویل چې د طالبانو حکومت «هېڅکله د جګړې پیلوونکی نه دی او د جګړې غوښتونکی هم نه دی، خو که جګړه پر موږ تحمیل شي، زموږ امنیتي ځواکونه به په مېړانه د وطن دفاع وکړي.»

د فطرت په وینا، د طالبانو حکومت د خپل هېواد د تمامیت او حاکمیت په دفاع کې هېڅ ډول جوړجاړی نه مني.

نوموړي وویل: «موږ به د افغانستان له خاورې په قهرمانۍ دفاع کوو، او هېڅ بهرني ځواک ته به اجازه ور نه‌کړو چې زموږ ملي حریم کې لاسوهنه وکړي.»

په دې مراسمو کې د طالبانو لوی درستیز نوي ټاکل شوي قوماندان مولوي عبدالقیوم «روحاني» ته د مبارکۍ ترڅنګ د پخواني قوماندان کړنې او لاسته راوړنې هم وستایلې.

هغه په خپلو خبرو کې د اسلامي نظام دننه بدلونونه یو «شرعي او ضروري اصل» وباله او و یې ویل: «په اسلامي نظام کې تغیر او تبدیل یو منل شوی اصل دی، او تطبيق یې پر ټولو لازم ګڼل کېږي.»

نور خبرونه

رادیو