سرچینې: د تورخم دروازې د پرانیستلو لپاره دواړو لوریو تدابیر نیولي دي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

له تورخم څخه د طالبانو د کمیسارۍ یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل چې د تورخم دروازې د پرانیستل کېدو لپاره پاکستانی لوری د سکینرونو په نصبولو کار کوي.

سرچینو وویل، چې لوی موټر په لیکو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه سرچینه وايي چې له کرښې پورې غاړې د سکینر ماشینونه چېد جګړې پرمهال انتقال شوي وو، د پاکستان له لوري بېرته نصب شول.

د یادې سرچینې په وینا، طالبانو هم د دروازې د پرانیستې تدابیر بشپړ کړي دي، خو تر اوسه د پرانیستلو مشترکه پرېکړه نه ده شوې.

د طالبانو د کمیسارۍ یوه بله سرچینه وايي چې ښايي د شپې تر ناوخته د لویو لاریو پر مخ د تورخم دروازه خلاصه شي.

له دې وړاندې طالبانو د سوداګرۍ پرمخ د سپین بولدک لارې د پرانېستل کېدو خبر ور کړی و، خو وروسته په کندهار کې محلي چارواکو وویل، چې لاره یوازې د تشو کانتینرو پرمخ پرانېستل شوې ده.

د پاکستان او افغانستان تر منځ د ډېورنډ پر کرښه ټولې لارې وروسته له هغې وتړل شوې چې د پاکستان او طالبانو تر منځ جګړې زور واخیست.

نور خبرونه

رادیو