د ایران مذهبي مشرایتالله علي خامنه یي د دوشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ادعا رد کړه چې ګواکې متحده ایالاتو د ایران اټومي وړتیاوې له منځه وړې دي. خامنهيي ویلي، «د امریکا ولسمشر په ویاړ وایي چې د ایران اټومي صنعت یې له منځه وړی. سمه ده، په همدې خیال اوسئ».
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د B-2 بم غورځوونکو الوتکو له خوا د ایران د اټومي تاسیساتو بمبارول په تاریخ کې «تر ټولو ښکلي پوځي عملیات» یاد کړل او ویې ویل چې د اټومي انرژۍ ویجاړول په دې معنا دي چې ایران نور د "منځني ختیځ ځوروونکی" نه دی.
ټرمپ د یکشنبې په ورځ،د تلې ۲۷مه، له فاکس نیوز سره په یوه مرکه کې د منځني ختیځ په اړه د هغه د ادارې د پالیسیو په اړه وویل چې له ایران سره د مقابلې پیل د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک د پخواني قوماندان قاسم سلیماني وژل وو.
خو د ایران مذهبي مشر ابت الله خامنه يي د نوموړي په ځواب کې ویلي، چې « د امریکا ولسمشر په ویاړ وايي چې د ایران اټومي صنعت یې بمبار او له منځه وړی. ښه ده، په همدې خیال اوسه».

