پاکستان ته د افغانستان د صادراتو بندېدو او له پنجاب نه د نه راوړل کېدو له امله د کراچۍ په بازارونو کې د ځينو خوراکي توبو بيې د پام وړ لوړې شوې دي. د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې؛ دا مهال په کراچۍ ښار کې د روميانو بيه د چرګ تر غوښې هم لوړه شوې ده.
د اېکسپرېس ټريبون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دا مهال د کراچۍ شاوخوا ۹۰ سلنه تقاضا له ایران نه د وارداتو له لارې پوره کېږي. په راپور کې راغلي، د افغانستان واردات اوس هم بند دي چې دې کار د مېوو او سبزیجاتو بیې نورې هم لوړې کړې دي.
مخکې راپور ورکړل شوی و، چې د تورخم لارې تر تړل کېدو وروسته د پېښور په بازارونو کې هم د مېوو او سبزیو بيې خورا لوړې شوې دي.
د پاکستاني رسنيو په وينا؛ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله نږدې ټوله سوداګریزه راکړه ورکړه په ټپه درېدلې او د تورخم دواړو غاړو ته د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي.

