د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې ملا عبدالغني برادر د تلې مياشتې په ۲۸مه نېټه هرات ولايت ته د خپل سفر پرمهال په هرات صنعتي پارک کې د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې د دويم فاز پرانيسته وکړه.
د یادې فابريکې پر دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې ده.
د طالبانو ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن دوشنبه، د تلې ۲۸مه وویل، چې ددې ډلې اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د طالبانو په راتګ سره د سیمې او نړۍ ډېرو هېوادونو له افغانستان سره د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره عملي ګامونه اخيستي او دا هڅې د لا پراخېدو په حال کې دي.
ملابرادر وویل:«طالبانو د صنعت ودې ته ځانګړې پاملرنه کړې او په همدې موخه يې په کور دننه د برېښنا توليد او وارداتي برېښنا لويې پروژې پيل کړې دي.»
د طالبانو رياست الوزرا اقتصادي مرستيال پر ټولو پانګوالو غږ کړی چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او دوی د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.
د کابل فولاد اوسپنې ويلې کولو فابريکې په دويم فاز ۲۰ ميليون ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.
له دې وړاندې د کابل په کډون ګڼ شمیر ولایتونو کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د برېښنا له نشتوالي شکایت کړی و او ویلي یې و، چې فابریکې یې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.

