د پاکستان دفاع وزیر: له افغانستان نه به هر ډول برید له اوربنده سرغړونه وي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۸

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رویټرز ته ویلي، چې د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ د اوربند دوام او د سولې راتلونکی به یوازې هغه وخت تضمین شي، چې د طالبانو حکومت له افغانستان نه د پاکستان پر ضد د وسله‌والو بریدونه ودروي.

طالبانو له دې وړاندې ویلي چې افغان خاوره د هیچا خلاف نه کاریږي.

رویټرز د دوشنبې په ورځ د خواجه محمد اصف له خولې ویلي، چې «د افغانستان له لوري هر ډول برید د دې هوکړې سرغړونه بلل کېږي او د اوربند ټول بنسټ پر همدې یوه ماده ولاړ دی.»

پاکستاني ځواکونه او طالبان له تېرو څو ورځو پرله‌پسې نښتو وروسته، چې د لسګونو کسانو د مرګ‌ژوبلې لامل شول، په دوحه کې د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي.

دغه نښتې د ټي ټي پي د پټنځایونو له منځه وړو په نامه د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته پیل شوې.

خواجه محمد اصف ویلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، چې ترکیې او قطر هم پرې لاسلیک کړی، روښانه شوې ده چې هېڅ ډول برید به نه کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تر هغه د اوربند هوکړه لرو، څو پورې چې د دې تړون سرغړونه نه وي شوې.»

د پاکستان دفاع وزیر د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته هم اشاره وکړه، چې د ده په وینا له افغانستان نه د طالبانو په همغږۍ د پاکستان پر ضد بریدونه کوي.

د ټي ټي پي مشر پر کابل له هوايي برید وروسته په یوه ویډیو کې اعلان وکړ، چې دی په قبایلي سیمه خیبر ولسوالۍ کې دی.

کابل له پخوا راهیسې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي.

د طالبانو حکومت لا تر اوسه دخواجه اصف د دې څرګندونو په اړه تبصره نه ده کړې.

خواجه محمد اصف له دې وړاندې د طالبانو سرسخته ملاتړی ګڼل کېده، خو پر کابل ددې ډلې له واکمنېدو وروسته، په پاکستان کې د ناکراریو له ډېرېدو وروسته، نوموړی د طالبانو په سرسخته منتقد بدل شوی دی.

نور خبرونه

رادیو