د طالبانو د رییسالوزرا ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ د ددې ډلې د کابینې په غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېواد د ریل پټلۍ د جوړولو لپاره به نوی تخنیکي معیار وټاکل شي، او همدارنګه کډوالو ته د ځمکو د وېش پروسه به چټکه شي.
د طالبانو حکومت د خبرپاڼې له مخې، د کابیني په دې ناسته کې د هېواد د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري چارو په اړه مفصل بحث شوی.
د خبرپاڼې له مخې، کابینې هغه راپور تایید کړ چې د حیرتان څخه تر سپین بولدک پورې د ریل پټلۍ د بڼې او تخنیکي معیار په اړه برابر شوی و.
د پرېکړې له مخې، د پټلۍ لپاره به “معیاري واټن” غوره شي، څو له ګاونډیو هېوادونو سره د ریل تګ راتګ ستونزې راکمې شي.
خبرپاڼه زیاتوي، په ناسته کې همدارنګه د کډوالو د عالي کمېسیون رییس مولوي عبدالسلام حنفي ته لارښوونه شوې، چې د کډوالو لپاره د ځمکو د وېش بهیر وڅېړي او چټک یې کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو اداره غواړي د ځمکو وېش مستحقو کورنیو ته په وخت ترسره شي او هغه خنډونه لرې شي چې تر اوسه یې دا پروسه ورو کړې ده.

