له پاکستانه راستانه شوي افغانان: له څو کلونو وروسته لا هم د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

له پاکستانه یو شمېر راستانه شوي افغانان وايي، څو کاله مخکې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر اوسه ورته د استوګنې لپاره نمرې نه دي ورکړل شوي. طالبانو تر دې مخکې څو وارې ژمنه کړې وه، چې راستنېدونکو افغانانو ته به د کورونو د جوړولو لپاره د استوګنې نمرې ورکړي.

له پاکستان څخه یو شمېر راستانه شوي افغانان چې دمګړی په لوګر ولایت کې مېشت دي وايي: «څو کاله وړاندې له پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي، خو تر دې مهاله د استوګنې نمرې نه دي ورکړل شوې.»

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د یکشنبې په ورځ (د تلې ۲۷مه) په لوګر کې د مېشتو راستانه شویو افغانانو له استازو سره په کتنه کې وویل، دوی د حشر په ډول د راستانه شویو کډوالو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ټولو ادارو ته سپارښتنې کړې دي.

نوموړي لوګر ته د راستنو شویو وړاندیز ته په اشارې وویل: «له ارزونې او اداري پړاونو له بشپړولو وروسته به ورته د ځمکو وېش ته لاره هواره شي.»

هغه یو ځل بیا ژمنه وکړه، چې د اوسنیو او پخوانیو راستنو شویو هرې ستونزې ته به رسېدنه کوي.

د یوه بل خبر له‌مخې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له کورنیو او بهرنیو موسسو سره د څه باندې یو میلیون او ۴۸ زره ډالرو په ارزښت د همکاریو شپږ هوکړې لاسلیک کړې.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، دغه پیسې په کابل، ننګرهار، کونړ، دایکندي، بامیان، پکتیا، کندهار، هرات، جوزجان، بغلان، کندوز او نیمروز ولایتونو کې ۶ زره ۹۴۷ بې ځایه شویو، راستانه شویو او کوربه کورنیو لپاره د دایمي سرپناوو، د ودانیزو بستو وېش، نغدو پیسو، د خوراکي توکو، تغذیه کوونکو موادو، د سرپناوو په جوړولو، زده کړو او روغتیايي بستو د وېش په برخو کې ولګول شي.

نور خبرونه

رادیو