سردار حسین بابک: افغانستان خپلواک هېواد دی او حق لري له هر هېواد سره اړیکې جوړې کړي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۷

د عوامي نشنل ګوند ولایتي مشر سردار حسین بابک وايي، افغانستان یو خپلواک هېواد دی او حق لري له هر هېواد سره اړیکې جوړي او هېڅوک باید د دې هېواد په کورنیو پالیسو کې مداخله ونه کړي. هغه زیاته کړې، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ منظم او خطرناک پوځي تقابل روان دی.

سردار حسین بابک د افغانستان انټرنشنل - پښتو سره په مرکه کې ویلي، چې وړاندې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې لنډمهال او بې نظمه وې، خو اوس «دواړه هېوادونه منظم او خطرناک پوځي تقابل» ته روان دي.

نوموړي‌ اندېښنه ښودلې چې که دا لړۍ اوږده شي، دواړه هېوادونه به د پوځي ځواکونو لګښتونه زیات کړي او ولسي خلک به له جدي ګواښ سره مخ شي.

هغه د افغانستان ناامنه کول د سیمې لپاره ګواښ وباله او ټينګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه دې بې باورۍ له سفارتي لارو حل کړي.

بابک غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې باید د مېشتو افغانانو درناوی وشي او له هغوی سره د سپکاوي او زورزیاتې ډک چلند پرېښودل شي. نوموړي له نورو هېوادونو سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې زياته کړې: « افغانستان یو خپلواک هېواد دی او حق لري چې له هر هېواد سره اړیکې جوړې کړي او هېڅوک باید د دې هېواد په کورنیو پالیسیو کې مداخله ونکړي.»

په دې وروستیو کې طالبانو له هند سره اړیکې زیاتې کړي او نوي ډيلي ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سفر پاکستانی لوری خواشنی کړی او اندېښمن کړی دی.

ډېری شنونکي وايي، د هند او طالبانو د اړیکو د جوړېدو له امله پاکستان غوسه شوی او هڅه کوي پر طالبانو خپل فشار زیات کړي.

نور خبرونه

رادیو