محقق: جنرال رازق به د افغانستان په تاریخ کې ځلانده پاتې شي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۶

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر د جنرال عبدالرازق اڅکزي د ترور د اووم تلین په مناسبت وویل، چې هغه د هېواد د ملي یووالي په سمبول بدل شوی او نوم به یې د خلکو په ذهنونو کې تلپاتې وي. جنرال عبدالرازق د طالبانو مخالف قوماندان و، چې په کندهار کې د طالبانو په ډزو کې ووژل شو.

د پخواني حکومت یو شمېر سیاستوالو او چارواکو د جنرال عبدالرازق د شهادت د اوومې کلیزې په مناسبت یو انلاین مراسم جوړ کړی و.

محمد محقق په دې مراسمو کې وویل، چې جنرال عبدالرازق یوه پراخه او ټول‌ګډونه څېره وه، چې له ټولو سیاسي خوځښتونو سره یې اړیکې درلودې.

ښاغلي محقق زیاته کړه: «جنرال عبدالرازق یو ملي اتل او د ملي وحدت نښه ده. نوم او یاد به یې د افغانستان په تاریخ کې روښانه پاتې شي او اړتیا ده، چې د هغه شخصیت او لاره خلکو ته بیا معرفي شي. هغه د خبرو اترو او تفاهم پلوی و.»

جنرال عبدالرازق اڅکزی د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د کندهار د والي د دفتر په انګړ کې د یوه برید پر مهال ووژل شو او طالبانو یې د برید مسوولیت واخیست.

د برید پرمهال په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قوماندان جنرال سکاټ میلر هم هلته موجود و، خو له حملې ژوندی ووت.

نور خبرونه

رادیو