لوبې

د افغانستان د ۱۹‌کلنو کرېکټ ملي لوبډله له بنګله‌دېش سره پنځه یو ورځنۍ لوبې لري

۹ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ۱۹‌کلنو کرېکټ ملي لوبډله د بنګله‌دېش د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې پر وړاندې پنځه یو ورځنۍ لوبې لري. دغه لوبې به د روانې اکتوبر میاشتې په ۲۸مه نېټه پیل او د نومبر تر ۹مې نېټې به د بنګله‌دېش په کوربه‌توب ترسره شي.

افغان لوبډله به د اکتوبر په ۲۰مه له کابل څخه بنګله‌دېش ته سفر وکړي او له سیالیو وړاندې به د یوې اونۍ لپاره تمریناتي کمپ ولري. د ټاکل شوې لوبډلې مشري محبوب تسکین کوي او له هغه سره په لوبډله کې عزیز خان، فیصل خان، عثمان سادات، خالد احمدزی، برکت‌الله ابراهیم‌زی، عزیزالله میاخېل، نظیف امیري، حفیظ‌الله ځدراڼ، عبدالعزیز خان، وحیدالله ځدراڼ، روح‌الله عرب، زیت‌الله شاهین، خاطر ستانکزی، نصرت‌الله نورستانی او سلام‌خان احمدزی شامل دي.

د کرېکټ بورډ اجرایه رییس نصیب خان ویلي، دغه لړۍ د نړۍوال جام د چمتووالي او د نویو استعدادونو د موندولو په برخه کې مهمه ده.

نور خبرونه

رادیو