د افغانستان کرېکټ بورډ د زمبابوې پروړاندې د یوې ټېسټ او درېیو شل اوریزو سیالیو لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. کرېکټ بورډ ویلي، چې دغه سیالۍ به د اکټوبر له ۲۰مې د نومبر تر ۲مې نېټې پورې په هرارې ورزشي لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې اعلان کړې، چې د ټېسټ سیالۍ لپاره د لوبغاړو په غوره شوي نوملړ کې حشمتالله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمانالله ګربز، ابراهیم ځدراڼ، عبدالمالک، افسر خان ځاځۍ (وېکټ ساتونکی)، اکرام عليخېل (وېکټ ساتونکی)، بهیر شاه، شاهدالله کمال، عصمت عالم، شرفالدین اشرف، ضیاالرحمان اکبر، یمین احمدزی، ضیاالرحمان شریفي، خلیل ګربز او بشیر احمد شامل دي او په احتیاطي لوبغاړو کې بیا ابراهیم عبدالرحیمزی، صدیقالله اتل او شمسالرحمان شامل دي.
د غوراوي کمېټې زیاته کړې، چې د شل اوریزو سیالیو لپاره راشد خان (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، رحمانالله ګربز (وېکټ ساتونکی)، صدیقالله اتل، دروېش رسولی، شاهدالله کمال، اعجاز احمدزی، عظمتالله عمرزی، محمد نبي، شرفالدین اشرف، نور احمد، مجیبالرحمان، بشیر احمد، فرید احمد ملک او عبدالله احمدزی شامل شوي او په احتیاطي لوبغاړو کې الله محمد غضنفر او فریدون داوودزي نومونه راغلي دي.
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي مشر نصیب خان په دې اړه وایي: «د افغانستان په کوربه توب د بنګله دېش له لوبلړۍ ورورسته زموږ لوبډله زمبابوې ته روانه ده چې هلته به د یاد هېواد پر وړاندې د ټېسټ او شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ ترسره کړي چې په ترتیب سره به د نورو هېوادونو پر وړاندې هم خپلې لوبې ترسره کړو.»