افغانستان په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې بنګلهدېش ته د ۸۱ منډو په توپير ماتې ورکړه او دویمه سیالۍ یې هم وګټله. د ابراهیم ځدراڼ غوره توپوهنې او د راشد خان بریالۍ توپاچونې افغان لوبډله بریا ته ورسوله.
د افغانستان او بنګلهدېش د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دویمې یو ورځنۍ لوبې پچه افغان لوبډلې وګتله او لومړۍ یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۴.۵ اور کې ۱۹۱ منډې هدف وټاکه.
افغان توپووهونکي ابراهیم ځدراڼ په ۱۴۰ توپونو تر ټولو ډېرې ۹۵ منډې جوړې کړې.
د بنګلهدېش لوبغاړي په ۲۸.۳ اور کې یوازې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او د ۸۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.
افغان توپ اچونکو راشد خان پنځه او عظمت الله عمرزي درې لوبغاړي وسوځول.
ابراهیم ځدراڼ د همدې سیالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.
د یادولو ده، چې افغانستان د یادې لوبلړۍ لومړۍ لوبه له بنګلهدېش څخه د پنځو ویکټو په توپیر ګټلې وه.