افغان کرېکټ ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته په درېیمه یو ورځنۍ سیالې کې ماتې ورکړه

۲ ساعتونه مخکې

د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، چې د هېواد ملي لوبډلې د اتصالات جام په درېیمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې د زړه راښکونکې او برلاسې لوبې له لارې د بنګله‌دېش ملي لوبډلې ته د ۲۰۰منډو په توپیر ماته ورکړه.

کرېکټ بورډ زیاته کړې، لومړۍ توپ وهنه افغانستان وکړه چې په ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۳ منډې جوړې کړې.

بنګله‌دېش د یادې لوبې په ۲۸ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یوازې ۹۳ منډې جوړې کړې.

په دغه لوبه کې چې نن ترسره شوه، افغان لوبغاړو د لوبې په ټولو اړخونو کې بې‌سارې هڅه ښودلې او د سیال ټیم ټول لوبغاړي یې د ټیټ هدف تعقیب په هڅه کې وسوځول.

په دې بریا سره افغانستان د یو ورځنیو سیالیو درې واړه لوبې وګټلې او د اتصالات جام یې ۳-۰په خپل نوم ثبت کړ.

د افغانستان تکړه توپ‌ اچونوونکی بلال سمیع چې د بنګله‌دېش ۵ لوبغاړي یې وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی او همداشان ابراهیم ځدراڼ د سریز د غوره لوبغاړي په توګه له نورو مخکښ شول.

د افغانستان کرېکټ بورد په یوې اعلامیه کې ویلي، دا بریا د افغان اتلانو د سخت زیار، د لوبډلې د یووالي او د هېوادوالو د ملاتړ پایله ده.

نور خبرونه

رادیو