د ازادو سیالیو افغان لوبغاړی احمد ولي هوتک د «WTKF» نړۍوال سازمان د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو لپاره له خپل روسي سیال ارسن پارکخوګاجیف سره لوبه کوي. دغه سیالۍ به د راتلونکې لړم میاشتې په لومړۍ نېټه د بېلاروس په پلازمېنه مېنسک ښار کې ترسره شي.
تر دې وړاندې احمد ولي هوتک ویلي و، چې د یادې سیالۍ لپاره یې پوره چمتوالی نیولی او تمه یې ښودلې وه چې لوبه به په خپل نوم کړي. ۳۱کلن احمد ولي هوتک له ۲۰۰۸ کال راهیسې مسلکي لوبې کوي او د تکواندو او سوکوهنې برخه کې د پام وړ بریاوې لري.
هغه د فري فایټ یا «اېماېماې» لوبې فدارسیون له فعالېدو وروسته د دغه فدارسیون غړی شو او د افغانستان لپاره یې په دغې برخه کې د سرو زرو لومړنی مډال وګاټه. هوتک تر دې دمه په ۱۲ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې له ډلې یې ۱۱ګټلې او یوازې په یوې هغې کې یې ماته خوړلې ده.
بلخوا، د هغه روسی سیال ۲۸ کلن ارسن پارکخوګاجیف تر اوسه درې مسلکي سیالۍ کړې او ټولو یې ګټلې دي. د فري فایټ لوبې ځینې مینهوال وايي، راتلونکې لوبه به له دې کبله جالبه وي چې احمد ولي هوتک به د یوه نړۍوال سازمان د اتلولۍ کمربند ترلاسه کولو هڅه کوي او روسی سیال یې غواړي چې په لوبو کې د نه ماتېدو ریکارډ جاري وساتي.