د یو ورځنیو لوبو لړۍ په درېیمه او وروستۍ لوبه کې به نن افغان لوبډله د بنګلهدېش پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبه به د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په ۳:۰۰ بجو په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.
افغانستان د یو ورځنیو لوبو روانې لوبلړۍ دوه لوبې ګټلې دي او دغه سریز یې په خپل نوم کړی.