ولسمشر ټرمپ غواړي له زیلېنسکي سره د تاماهاک توغندیو په تړاو خبرې وکړي، خو د امریکا او روسیې د مشرانو د ناستې اعلان پر دغه پلان سیوری غوړولی.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ وویل، چې کېدای شي د اوکراین پر مساله له ولادیمیر پوتین سره په راتلونکو دوو اونیو کې په بوداپست کې وګوري.
ټرمپ وروسته خبریالانو ته وویل، « زما ټول سروکار له معاملاتو سره دی. هیله ده دا معامله به هم ژر بشپړه کړو».
ټرمپ د تاماهاک توغندیو په اړه ټینګار وکړ چې پوتین نه غواړي دا وسلې اوکراین ته ورکړل شي.
ټرمپ ویلي، چې روسیه وخت تېروي، «موږ وینو چې مسکو د تاماهاک توغندیو [پر سر خبرو اترو] سره سم د خبرو د بیا پیل هڅه کوي».
ټرمپ په خپل ټولنیز پلاتفورم کې لیکلي چې دی به د جمعې په ورځ په سپینې ماڼۍ کې زیلېنسکي ته له پوتین سره د خبرو جزئیات وړاندې کړي.
له پوتین سره د ټرمپ نرم دریځ دا اندېښنه پیدا کړې چې ښایي امریکا په نږدې راتلونکي کې اوکراین ته مرستې ورکول له پامه وغورځوي. دې د امریکا او اوکراین په اروپايي متحدینو کې دا وېره ټوکولې، چې واشنګټن به مسکو ته امتیاز ورکړي.
په اوکراین کې دا توغندي د جګړې د بدلون وسیله ګڼل کېږي، ځکه کولای شي له سرحدونو لرې د روسیې د انرژۍ تاسیسات کره په نښه کړي.

