د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، «زه د جګړو د حل منځګړی یم» او ادعا کوي، چې تر دې مهال یې ۸ جګړې ختمې کړې دي.
نوموړي ویلي د همدې جګړو په ختمولو سره یې د میلیونونو انسانانو ژوند ژغورلی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې یو ځل بیا ځان د سولې منځګړی بللی او زياته کړې یې ده، چې د خپل حکومت د چلولو ترڅنګ د جګړو حلولو ته هم ژمن دی.
ټرمپ وویل:«په اوس وخت کې، زه باید امریکا اداره کم. خو زه د جګړو د حل کولو سره مینه لرم. ولې؟ ځکه زه د خلکو د وژل کېدو مخه نیسم او ما د میلیونونو ژوندونه ژغورلي دی.»
هغه ټینګار کړی، چې د سولې منځګړی رول یې په پام کې نیولی او باور لري چې د هغه منځګړتوب به ملتونه د غمونو څخه وژغوري.
ټرمپ د دې څرګندونو په ترڅ کې یادونه وکړه، چې د هغه تر مشرې لاندې، څو نړیوالې لانجې یې د خبرو، فشار او دیپلوماتیکو هڅو په مرسته په اوربند او د شخړو د حل لوري ته سوق کړې دي.
د امریکا د عامه اړیکو دفتر تر اوسه په رسمي ډول توضیح نه ده ورکړې، چې د ټرمپ ادعاوې په کومو ځانګړو جګړو پورې اړه لري؛ خو د هغه پخواني اقدامات لکه منځګړیتوب د اسرائیل-غزې موافقه، د اذربایجان-ارمنستان د سولې پلان او همدارنګه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هڅې د سیاستوالو او رسنیو پام ځانته را اړولی دی.

