اروپايي ټولنې د بین‌الافغاني خبرو د پیل کېدو غوښتنه کړې

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي جیلس برتراند ویلي چې د افغانانو ترمنځ خبرې د افغانستان دایمي سوله شونې کولای شي. هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه د څو اړخیز بهیر ملاتړ کوي او دا د نړیوالې ټولنې د اندېښنو یوازینی حل بولي.

برتراند، چې په یوه شپږ ورځني سفر کابل ته تللی و، د تلې پر۲۴مه، د پنجشنبې په ورځ، په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په دې سفر کې یې د طالبانو له یو شمېر چارواکو، د یوناما له استازو، ډیپلوماټانو او د ملګرو ملتونو له ادارو سره لیدنې او خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړه چې د دې لیدنو پر مهال یې د ملګرو ملتونو پر هغه جامع چلند ټینګار کړی چې په۲۰۲۴ کال کې د ځانګړي همغږوال فریدون سنیري اوغلوپه راپور کې وړاندې شوی و. د دې طرحې هدف د هغو لومړنیو ګډو ګامونو پیژندل دي، چې د ټولو اړخونو ترمنځ پرې موافقه کېدای شي.

برتراند وویل، اروپايي ټولنه باور لري چې څو اړخیز بهیر د نړیوالې ټولنې د ګډو اندېښنو د حل یوازینۍ لاره ده.

د نوموړي په وینا، دا اندېښنې له طالبانو غواړي چې د خپلو نړیوالو ژمنو درناوی وکړي، د یو ټول‌شموله حکومت لور ته لاړ شي او د افغانانو ترمنځ د سولې دایمي خبرې پیل کړي.

د اروپايي ټولنې استازي وویل چې په خپلو لیدنو کې یې د هغو ترهګرو ډلو د دوامداره فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د سیمې پر ثبات اغېز لري. هغه زیاته کړه چې اروپايي ټولنه د تریاکو کر د کمېدو او له داعش خراسان سره د طالبانو مبارزه په رسمیت پېژني.

برتراند وویل چې د طالبانو له چارواکو عبدالسلام حنفي، دین محمد حنیف ،عبدالکبیر، شیراحمد حقاني او محمد نعیم وردک سره یې لیدلي دي.

دا سفر په داسې مهال ترسره شو چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ کړکېچونه زیات شوي.

برتراند وویل، له دواړو خواوو یې غوښتنه کړې چې زغم، د یو بل د خاورې درناوی، د ملکي خلکو ساتنه او د امنیتي خبرو بیا پیل ته لاره پرانیزي.

نوموړي وویل چې د طالبانو له چارواکو سره یې د خپلو لیدنو پر مهال د بشري حقونو په اړه خبرې وکړې او د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو په تړاو یې له هغوی سره خپله «جدي اندېښنه» څرګنده کړې.

هغه د طالبانو وروستۍ پرېکړه، چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو کار کول بندوي، یو «منفي پیغام» وباله چې نړیوالې ټولنې ته استول شوی.

نوموړي ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه د د بیان او رسنیو د ازادۍ ملاتړ ته ژمنه ده.

برتراند وویل چې اروپايي ټولنې له ۲۰۲۱ کال راپه دېخوا، له افغانستان سره تر اوسه ۱،۸ میلیارده یورو مرستې کړې دي.

برتراند همداراز د ۸۳میلیونه یورو نورو مرستواعلان وکړ، چې د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له‌خوا تصویب شوې دي.

د نوموړي په وینا، له طالبانو سره د اروپايي ټولنې تعامل پر اصولو، عمل‌محورۍ او د افغان ولس پر ګټو ولاړ دی.

هغه زیاته کړه چې د اروپايي ټولنې هدف د ټولو افغانانو او هغو کسانو ملاتړ دی، چې د یو سوله‌يیز، ټول‌شموله او ځان‌بسیا افغانستان لپاره هڅې کوي.

نور خبرونه

رادیو