یوناما: د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتو کې ۳۷ ملکي افغانان وژل شوي

AP ۱۴۰۴ تله ۲۵

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نښتو له امله ۳۷ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۴۲۵ نور ټپیان دي.

یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، باور وړ راپورونه یې ترلاسه کړي چې دطالبانو او د پاکستاني پوځ ترمنځ د وسله والو نښتو له امله ګڼو ملکي وګړو ته، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته، مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

اعلامیه زیاتوي چې د اکتوبر له لسمې راهیسې د دواړو لورو ترمنځ په ډېورنډ کرښه د تاوتریخوالي کچه لوړه شوې او اوس مهال د ملکي تلفاتو تر ټولو زیات راپورونه د کندهار له سپین بولدک ولسوالۍ څخه ترلاسه شوي دي.

د یوناما د لومړنیو ارزونو له مخې، په سپین بولدک کې لږ تر لږه ۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۴۶ نور ټپیان دي، خو افغانستان انټرنشنل ته د میرویس روغتون سرچینو وویل، چې ۴۰ تنه ملکي کسان وژل شوي او ۱۷۱ تنه نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي چې د تلفاتو دقیق شمېر لا هم ارزول کېږي.

یوناما زیاته کړې چې په پکتیکا، پکتیا، کونړ او هلمند ولایتونو کې هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د نښتو له امله لږ تر لږه یو ملکي کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «یوناما ټولو اړخونو ته یادونه کوي چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید اصولو ته پابند پاتې شي، څو د ملکي تلفاتو مخه ونیول شي.»

یوناما د دواړو هېوادونو له چارواکو وغوښتل چې د تاوتریخوالي د دوام پر ځای د خبرو له لارې دایمي حل‌لارې ته ورسېږي او د اوربند ژمنه عملي کړي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ۴۸ ساعته اوربند موده نن پای ته رسیږي، خو تر اوسه د دواړو خواوو ترمنځ د اوربند غځولو په تړاو کومه هوکړه نه ده شوې.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دواړې خواوې د قطر په منځګړتوب په دوحه کې خبرې اترې کوي، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې په دې اړه معلومات نه لري.

نور خبرونه

رادیو