اروپايي ټولنې افغانستان ته د راستنېدونکو لپاره ۵۰مېلیونه یورو ځانګړي کړي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي جېلس برتران د طالبانو د کډوالو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې دغه پیسې به د ملګرو ملتونو د ادارو او نادولتي سازمانونو له لوري ولګول شي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اروپايي ټولنې د ځانګړي استازي په حواله راغلي، چې په افغانستان کې بشري اړتیاوو ته په کتو یې خپلې مرستې زیاتې کړې دي.
د خبرپاڼې په ټکو؛ د اروپايي ټولنې پلاوي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ نښتې د اندېښنې وړ بللې او ویلي یې دي، چې دغه حالت پر بشري وضعیت منفي اغېز کړی او ګڼ راستنېدونکي یې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدوکو چارو وزیر له اروپايي ټولنې د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه بشري مرستې باید له سیاسي مسایلو لرې وساتل شي.